زاهد اپریدی: پښتون ژغورنې غورځنګ یو انقلابي تحریک دی
په لاهور کې د قبایلي سیمې زده کوونکی زاهد اپریدی وایي، څو کاله وړاندې به هم ده دغه خبرې په بېلابېلو ځایونو کې کولې کومې چې نن د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران کوي، خو چا به غوږ ورته نه نیو، خو اوس چې د دې تحریک له لارې دغه خبرې را پورته شوې نو پر خلکو یې اثر وکړ.
زاهد وایي په قبایلي سیمو کې تر ټولو غټه ستونځه د امن نشتوالی دی. له زاهد اپریدي سره د وي.او.اې ډیوه د همکار وکیل خان مرکه دلته وګورئ: